
له سوریې څخه خبرونه وایي چې د امریکا په ملاتړ د کرادنو دموکراتیک ځواک او سني وسله والو له یوې خوا او د روسیې په ملاتړ د سوریې دولتي ځواکونو له بلې خوا د یاد هیواد په دیر الزور ښار چې د داعش ډلې تر ولکې لاندې دی پرون پراخ بریدونه پیل کړل.
په سوریه کې د بشر حقونو ډلې ویلي دي چې د سوریې دولت بشار اسد پلوي ځواکونه د دیرالزور هوایي ډګر نیولو ته نېږدې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په عراق او سوریه کې له هره پلوه پر داعش ډله پراخ بریدونه روان دي.