
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روهینګیا د مسلمانانو سره د شوي تاوتریخوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې.
د یادې ادارې ویاندې هیدر نوریټ ویلي چې د ملګرو ملتونو هغه راپور اندیښمن کړي دي چې پکې له روهینګیایي مسلمانانو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه معلومات راغلي چې په ترڅ کې یې له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونه او د کلیو سوځونه راغلې ده.
دې زیاته کړه چې د یادو کړنو له امله بنګله دیش ته د ۲۷۰زره روهنګیایي مسلمانانو کډوالۍ هم تشویش وراچولی دی او له خپلو متحدینو سره په دې هڅه کې دي چې له یادو کډوالو سره بشري مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د میانمار یا پخوانۍ برما د دولت او سختدریځو بودایانو له ظلم او ستم څخه ۲۹۰زره روهینګیايي مظلوم کډوال بنګله دیش ته اوښتي دي.
له یادو کډوالو سره د پام وړ خواخوږي او مرسته د ترکیې دولت کړې ده.