
دمني سړه هوا په غوږونوداسي لګیده لکه تانده لښته
دځنګله ونې نورې له پاڼو لغړي شویوې هغه یوشمیرپاڼې چې دونو په ښاخونوپورې پاته وې هغه هم تیزبادیوهپه بله پسي
رجولې
هسي خواکبري کاکاښه لوی کوټ اغوستی و غوږونه یې هم په څادره کې ښه کلک نغښتي وو
خونه پوهیږم چې هغه کوم یخ داکبري کاکاپه زړه ننوتی وچې له پټي ترکوره یې ځان راونه رساو اودلوې لارې په سریې اوربل کواکبري کاکا چې یوڅه ځان تودکو نوپه باته اوریې خاورې ورواړولې هغه په دې پوهید چې که داوریو سوکی ځنګله ته وروالوت نوټول ځنګل به لولپه شي
خوخدای خبر چې دې خبرې ته یې ولې نه شوپام چې ملنګي ته ولرګیت ورکول ځنګله ته له لویه لاسه اور ورکول دي
ملنګی زموږدکلي لیونی و هغه له اکبري کاکا څخه وغوښت چې ولرګیت ده ته ورکړي ځکه چې دده هم ډیر یخ کیږي
کله ناکله به ځان ته اور پري بلوي
اکبري کاکا لاڅوګامه نواخستي چې ملنګي هغو وچوپاڼوته اور ورته کو کومې چې بادپه یوژورځای کې دلۍ دلۍ کوټه کړیوي وس نواکبری کاکا هم دپاڼوبربري اورته بې وسه و
ملنګي خوداورله لمبو خونداخیسته خوتونذې هوا داورلمبې ورو ورو دوچو ونو په خوا ورټیل وږلې او ونوهم به چوپه خوله دخپل تن پټوکي داورپه خوله کې ورکول
یوڅوساعته لانوتیر چې داورسرې اوشنې لمبې دځنګله له شنو ونو هم تاوشوي
ددې لپاره چې اوریې وژلی وي کلیوالوته بله لارپاته نوه بې له دې چې ځنګل دوه ټوټې کړي
په دهیله چې دایوه ټوټه ځنګل یې ژغورلی وي دځنګله په مځن کې دنګې دنګې ونې یې له یومخه ونړولې
اور مړشو دهرچاخپل اند اوخپله خبره چې به ویل که پاڼې ڼه وای نوداورلګیدلو هیڅ امکانوو چابیاویل کاش چې تیر وړی مو ټولې وچې ونې له ځنګله څخه رایستلې وای دپاڼو اور دومره زورور نوچې ټول ځنګل یې سوی وای ډیری خلک ملنکي ته په قهر وو
خواخترو ترور یو بل څه ویل هغې ویل چې داکبري په لړمانه کې دخدای اوبونه تودوي که ده ملنګي ته ولرګیت نوای ورکړای نه به ملنګي وچوپاڼوته اور ورکاوو نه به وچو ونواوراخیست اونه به هم ټول ځنګل لو لپه کیده
۱۳۸۵/۵/۱۱ساجرسعودي عرب
خلکویواوبل ته وکتل . څوکسولاسونه ورټیت کړل ، جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیاوویل : پام مووي چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ ګناه لري . له دروازې بهرولسونه راجمع شوي و . تاسویې وګورئ په سي څه شو . دا ددی مولوي غږو . چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب و ، جنازه ا وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږوشو :
ئ ستاسو ورور عبدالرحمان غضري