
د پاکستان دولت د چشمه پنځمه په نامه اټومي کارخانه چې د چین په مرسته جوړه شوې ده پرانیسته.
یاده پرانیسته د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کړې ده.
نوموړي د پرانیستې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې یاده کارخانه ۳۵۰ میګاواټه بریښنا تولیدوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د چین او پاکستان اړیکې د نور په پرتله وروسته له هغې لا هم ټینګې شوې چې د امریکا ولسمشر د سیمې په اړه نوي ستراتیژي اعلان کړه.