روسيه: د امریکا لخوا د دوی د کونسلګرۍ اشغال د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووه ويلي، چې امریکا باید د کوربه هېواد په توګه، په دغه هېواد کې د روسيې د کونسلګريو د لاسوندونو او آرشیف درناوی او ساتنه وکړي، نه دا چې  په خپله ګټه ترې کار واخلي.
نوموړې زیاته کړې، چې امریکا مخکې له دې چې په سانفرانسیسکو کې د دوی د کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوتي وای، له روسيې نه باید اجازه اخیستې وای.
زخارووه زیاته کړه: خو د امریکا پولیسو دا زحمت و نه ګاللو چې اجازه واخلي او حتی ګواښ يې وکړ، چې ودانۍ به ماته کړي.
د نوموړې په وینا، چې امريکايي مامورينو د کونسلګرۍ ودانۍ ته ځانګړې دستګاوې ودانۍ ته دننه کړي او شکمن فعالیتونه کوي، چې دا ټولې کړنې د وين (ویانا) د ۱۹۶۱ کال د کنونسیون خلاف کړنې دي.
امریکا تيره شنبه په سانفرانسیسکو کې او په نیویارک کې د روسيې ۲ نورې کونسلګرۍ وتړلې.
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين هم د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د امریکا لخوا د دغه ناقانونو کړنو پر وړاندې د امریکا محکمې ته شکايت وکړي.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادنو لخوا یو بل ته د ګواښونو کولو له امله اړيکې ډيرې ترینګلي شوي، چې له ۱۹۹۱ ز کال راهیسې د شوروي له سقوط نه را په دې خوا يې ساری نه و.