د مکسیکو چارواکي وایي چې په یاد هیواد کې د پنجشنبې ورځې زلزلې له امله د مړو شمېره ۵۸ تنو ته رسیدلې ته.
چارواکي وایي چې د زلزلې کچه د ریشتر په کچه ۸.۱ وه چې وړه سونامي یې هم جوړه کړه او د مکسیکو په سواحلو کې یې یو شمېر ودانۍ ونړولې.
چارواکي وایي چې د یاد هیواد اوهاکا په ایالت کې ۴۸ تنه، په جاپا کې ۱۰ تنه او د تاپاڅوکو ایالت په ګالت ساحل کې درې تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا لویې وچې ځینې برخې په دې وروستیو کې د سختو طبیعي ناورینونو شاهدې وې.
وروستي