
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې د ایرما په نامه سمندري توپان د کاربيېن ټاپوګانو د یو ملیون او دوه سوه زره څخه زیات کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ویل کیږي چې د یاد توپان مخه د امریکا د فلوریډا ایالت پر لوري ده.
په راپور کې راغلي دي چې توپان د بیربودا په ټاپو کې ټولې ودانۍ نړولې دي او د پورتوریکو ټاپو کې یې چې د امریکا متحدو ایالاتو اړوند دی ۱ملیون وګړي له بریښنا بې برخې شوي دي.
همدارنګه یاد توپان د فرانسې او بریتانیا اړوند ټاپوګانو کې هم ودانۍ نړولي دي.
تر اوسه د توپان له امله نهه تنه وژل شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې وایي چې ایرما به نن ناوخته د کیوبا پر لور حرکت وکړي.