ټرمپ وایي پر شمالي کوریا پوځي برید یوه لاره ده خو ښه ده بله لاره غوره شي

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د اټومي کړکیچ د له مینځه وړلو لپاره پوځي اقدام یوه لاره ده خو هیله ده چې دې کار ته اړتیا پېښه نشي.
نوموړي چې په واشنګټن کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل: ایا له دې ډډه کولی شو؟ نه ډډه ترې نشو کولی خو زه ښه بولم یوه بله لاره غوره کړو. ټرمپ وویل چې که د شمالي کوریا پر وړاندې له پوځي اقدام څخه کار واخیستل شي نو دا به د شمالي کوریا لپاره خورا خواشينوونکې پایلې ولري.
د امریکا او شمالي کوریا ترمینځ روان کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی دی او دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې داسې هایدروجني بم یې ازمایلی کوم چې کولی شي په داسې بالستیک میزایل کې ځای پر ځای شي چې امریکا پرې وویشتل شي.
د شمالي کوریا وروستی اقدام یې خپلو متحدینو روسیې او چین هم وغانده.