غزل

راغلم ته مې ونه لیدې بیرته روانیږمه
خپلې خاموشۍ ته مې لګیایمه غږیږمه

بیاد هجر بادلګیږي دښته ده او زه یمـــــه
وړي مې د اوجود زرې ولاړیمه نړیږمه

پریږده چې زما په بې وسۍ پورې ښه وخاندي
پریږده چې له خپلې تنهایی سره اوسیږمــــــه

خیردی که کلونه درنه لرې لرې پاتې یم
بیرته به سپین غره* ستا لمن ته راستنیږمه

نه یې بدل شوی عمرخیله ښه پوهیږمه
زه دې لاهماغسې په سترګو کې اوسیږمه
1396/6/16
خوشال مینه