
د امریکا حکومتي چارواکو خبر ورکړی دی چې د ایرما په نامه شدید توپان د کارابیېن ټاپوګان ځپلي دي او اوسمهال د کیوبا او امریکا د فلوریډا ایالت پر لوري راروان دی.
نوموړی توپان ۵مه درجه ښودل شوی دی چې په ساعت کې له ۲۹۵کلیومتره مزل کوونکی شدید باد ورسره مل دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا ټکزاس ایالت د هاروې په نامه توپان چې ۴مه درجه بلل کیده وځپلو چې له امله یې د استازو جرګې ۹.۷ملیارده ډالره مرستې طرحه توپان ځپلو ته تصویب کړه.
چارواکي وایي چې د ایرما توپان له هاروې هم یوه درجه زورور دی چې کیدای شي ګڼ زیانونه له ځان سره ولري.