
د امریکا دولت د شمالي کوریا پر وړاندې د نویو شدیدو اقتصادي بندیزونو مسوده ملګرو ملتونو ته سپارلې ده.
په یاده مسوده کې غوښتنه شوې ده چې پر شمالي کوریا دې د تیلو پلورل په نړیواله کچه بند شي او د دولت او د حکومت مشر کیم جونګ اون شتمنۍ دې کنګل شي، او همدارنګه دې یې پر سفر بندیز ولګیږي.
پریکړه لیک کې راغلي چې د شمالي کوریا د نساجۍ پر صادراتو دې بندیز ولګیږي او له هیواده بهر د نوموړي هیواد پر سل زره کوریایي کارګرو دې تنخواوې بندې شي.
همدارنګه په یاده مسوده کې غوښتنه شوې ده چې شمالي کوریا هوایي شرکت پانګه دې هم کنګل شي.
دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا څو ورځې مخکې خپله وروستۍ اتومي ازموینه تر سره کړه او ځان یې د اټومي قوت لرونکی هیواد اعلان کړ چې په یاده ازموینه یې خپلو متحدینو چین او روسیې هم توندې نیوکې وکړې.