د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې سره ګوري

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تیره ورځ په خپلو ټيلیفوني خبرو کې ويلي، چې دوی په نیویارک کې سره وګوري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي، چې د صلاح الدین رباني او د پاکستانی بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د خبرو پر اجنډا تر دې وروسته به کار کېږي.
ویل شوي، چې دوی به د ملګرو ملتونو په غونډه کې، چې د روان کال د سېپټمبر پر ۱۹مه پیلېږي؛ هلته سره وګوري.
 
مستغني زیاتوي؛ دا به لومړی ځل وي چې صلاح الدین رباني له خواجه آصف سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه ګوري.
 
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته اهمیت ورکوي او چمتو دی په ټولو برخو کې چې سراسري خبرې ورسره ولري.
 
د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره، د امریکې د نوي ستراتیژۍ له اعلان سره سم د نورو کلونو په پرتله دا ځل د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېرې خړې پړې ښکاري.
 
 ددغې ستراتیژۍ له مخې، پاکستان تورن شوی چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو فعالیتونو ته ځای ورکړی دی.