باجوه وایي؛ نړۍ دې موږ د خپلې ناکامۍ مسوول نه بولي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي، چې نړۍ دې له پاکستان د غوښتنو پر ځای د ترهګرۍ له منځه وړلو ډېرې هڅې وکړي.
باجوه تیره ورځ په راولپنډۍ کې د دفاع ورځې پّ مراسمو کې وویل، چې که نړیوال ځواکونه په دې برخه کې د پاکستان لاسنیوی ونه کړي نو اسلام اباد دې د خپلو ناکامیو مسوول نه بولي.
بل خوا امریکا بیا ویلي؛ اسلام اباد له واشنګټن د میلیاردونو ډالرو ترلاسه کولو سره ـ سره د داسې وسلوالو ملاتړ کوي چې افغانستان کې امریکايي سرتېري په نښه کوي.
د پاکستان هېواد دغه لوړ رتبه پوځي چارواکی وایي، چې دوی له ډېرو قربانیو او د دوو لسیزو جنګي چاپېریال سره ـ سره بیا هم  دوی ته ویل کېږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مو مقابله نه ده کړې.
جنرال قمر جاوید باجوه وایي؛ له امریکې د سمو او باوري اړیکو غوښتونکی یو.
هغه په یاده غونډه کې په نړیوالو هم غږ وکړ، چې د دوی د ترهګرۍ پر وړاندې هڅو ته درناوي وشي.