له هجرت نه مخکې
په مکه مرکه کښې نبوي کورنۍ عبارت وه له رسول صلی الله علیه وسلم ٫ او خدیجه رض څخه ٫ دواده په وخت کښې رسول ص ۲۵ کلن او خدیجه رض ۴۰ کلنه وه ٫ له خدیجې رض نه درسول ص زامن پیدا شول خو یو هم ژوندئ پاتي نه شو خو لوڼې یې عبارت وې له ٫ زینت ٫ رقیه ٫ ام کلثوم ٫ چي دا دواړه یې یوه په بله پسې عثمان رض ته په نکاح ورکړلې فاطمه رض چي له علی رض سره یې دبدر
او احد په مینځ کې واده کړئ وو دفاطمې رض اولادونه حسن او حسین رضی الله تعالی عنهما ٫ زینب ٫ او ام کلثوم وو ٫ رسول ص دخپل امت په نسبت له نورو امتیازاتو او ځانګړتیا وونه علاوه یو امتیاز دا درلودچي له څلورو نه له زیاتو ښځو سره یې نکاح کړې وه ددې امر تر شا ډیر حکمتونه او رازونه پټ دي رسول ص ۱۱ ښځو سره نکاح کړې وه درحلت په وخت کی یې ۹ میرمنې ژوندۍ وې دوې دده مبارک په ژوند کې وفات شوې وې چي یوه خدیجه ٫ اوبله
ام المساکین زینب بنت خزیمه وه ٫ او دوې مېرمنې سې داسي وې
چي نبي ص ورسره یوځای شوئ نه وو
دلته دنبي ص دمېرمنو نمونه په لاندې ډول وړاندې کوو
٫٫٫٫٫٫
لومړۍ مېرمن یې
ام المؤمینین خدیجه رضی الله تعالی عنها وه چي لقب یې طاهره او دمور نوم یې فاطمه بنت زائده دئ٫ پلاریې خویلد قریشي دضصی له اولادې څخه دئ پخوایې دوه ودونه کړي٫ ۱ له عتیق بن عائد مخزومي سره چي بې اولاده مړ شوئ دئ ٫ ۲ له ابوهاله هند بن نباش سره چي اولاد یې شوی دواده پر وخت ددې عمر څلویښت کاله او درسول اکرم ص عمر ۲۵ کاله وو ٫ له رسول اکرم ص سره یې ۲۴ اویا ۲۵ کاله شپږ
میاشتي تیري کړي دي په مکه مکرمه کښې هغه وخت وفات شوه چي درسول اکرم ص عمر پنځوس کاله او ددې عمر ۶۵ کاله وو ٫ له ابو هاله څخه یې درې زامن وو چي ټول مسلمانان شول٫ او دخدیجي رضی الله عنها مهر شپږ اوښان وو
دویمه مېرمن
ام المؤمینین سوده رضی الله تعالی عنها ٫ ده٫ دشموس بنت قیس لور وه دپلار نوم یې زمعه قریشي دئ چي د لؤی له اولادې څخه دئ لومړئ یې له سکران بن عمرو بن عبدود سره واده کړئ وو دنبوت پر لسم کال یې دخدیجې رضی الله تعالی عنها تر وفات وروسته چي دنبی کریم صلی الله علیه وسلم عمر پنځوس کاله وو او دهغې عمر هم پنځوس کاله وو واده وکړ له رسول ص سره یې ۱۴ کاله تېر کړل په مدینه منوره کي پر ۱۹ دهجري د۷۲ کالو په عمر وفات شوه لومړئ په خپله مسلمانه شوې وه وروسته یې مېړه هم مسلمان کړئ وو حبشي ته تر هجرت وروسته یې مېړه وفات شو ٫ رسول کریم ص ورسره نکاح وکړه او ددواړو جهانو په سرلوړئ یې ونازوله
دریمه مېرمن
ام المؤمینین عایشه رضی الله تعالی عنها لقب یې صدیقه دام رومان زینب رضی الله تعالی عنها لورده چي هغې ته په دنیا کي دجنتي کیدلو زیرئ ورکړل شوئ وو دپلار نوم یې عبدالله ابو بکر صدیق رضی الله عنه دئ دقریشو له قبیلې او دمره له اولادې څخه دی بل واده یې نه وو شوئ دنبوت پر یوولسم کال کله چي درسول کریم ص عمر پنځوس کاله او شپږ میاشتي وو له هغې سره یې نکاح وکړه تر هجرت دري کاله وروسته یې دهجرت دلومړي کال په شوال کي واده وکړ دنکاح پر وخت د عایشي رض عمر شپږ کاله او دواده پر وخت یې عمر نهه کاله وو له نبی کریم ص سره یې نهه کاله او پنځه میاشتي تیري کړي په مدینه منوره کي د۵۷ هجري دروژې په میاشت کي د۷۳ کالو په عمر وفات شوه٫ په ذهانت ٫ پوهه٫ فهم٫ عقل٫ او عمل کي درسول ص په ټولو مېرمنو کي مشهوره وه او دهغه هم ډیره مینه ورسره وه سترو سترو صحابه کرامو به په لویو مسائلو کښې له هغې څخه فتوای غوښته تر دوه زره زیات احادیث ورڅخه روایت شوي دي
څلورمه مېرمن ام المؤمینین حفصه رضی الله تعالی عنها٫ وه دمورنوم یې زینب بنت مظعون دی ډیره وړاندې مسلمانه شوې وه دپلار نوم یې عمر فاروق رضی الله تعالی عنه وو قریشي وو او دکعب له اولادي څخه وو٫ حفصې رضی الله تعالی عنها لومړئ له خنیس بن حافه سره واده کړئ وو هغه حبشې او مدینې دواړو ته هجرت وکړ بیا داُحد په جګړه کي تر زخمي کیدو وروسته په مدینه کي وفات شو په درییمه هجري سنة کي کله چي د رسول کریم ص عمر ۵۵ کاله او شپږ میاشتي وو او دحفصې رضی الله تعالی عنها عمر ۲۲ کاله وو ٫ نبي ص ورسره واده وکړ له هغه سره یې اته کاله تیر کړل د۴۱ هجري سنې دجمادی الاول په میاشت کي د ۶۰ کالو په عمر په مدینه منوره کي وفات شوه ډېره ځیرکه٫ پوه٫ ذهینه٫ او زړوره وه
پنځمه مېرمن
ام المؤمینین زینب رضی الله تعالی عنها وه٫ چي لقب یې ام المساکین وو٫ دپلار نوم یې خزیمه قریشي دبنو هلال بن عامر له اولادي څخه وه پخوایې دري ودونه کړي وو٫ لومړئ واده یې له طفیل سره٫ دوهم واده یې له عبیده سره دواړه دنبي ص دمشر اکا حارث زامن وو ٫ دریم واده یې له عبدالله بن جحش رضی الله تعالی عنه سره کوم چي دبدر په غزا کي شهید شو ٫ په دریمه هجري سنة کي کله چي درسول ص عمر ۵۵ کاله او دهغې عمر ۳۰ کاله وو رسول اکرم ص ورسره واده وکړو له هغه سره یې دوي یادري میاشتي تیري کړي دي په دریمه هجري سنة کي٫ په مدینه منوره کي وفات شوه په سخاوت کي یې وتلئ نوم درلود٫ له همدې وجې په ام المؤمینین سره مشهوره وه یعنی دمساکینو او غریبانو مور
شپږمه میرمن
ام المؤمینین ام سلمه رضی الله تعالی عنها ٫ وه اصل نوم یې هنده وه دابي امیه چي په زادالراکب مشهور وو لور وه هغه قریشي وو دبنو مخزوم له اولادي څخه وو چي ستر اسلامي جنرال خالد رضی الله تعالی عنه هم دهغه له اولادي څخه وو پخوا یې له عبدالله بن عبدالاسد مخزومي سره نکاح کړې وه کوم چي درسول ص دعمه بره زوي وو او دنبي ص رضعي ورور هم وو په اسلام راوړونکوکي تقریبا یوولسم سړئ دئ لومړئ یې حبشې ته هجرت وکړ وروسته مدینې ته راغلو په بدر کي شریک وو او داحد په غزاکي ددرېیمې هجري سنې دجمادی الاخیر په میاشت کي شهید شو دڅلورمې هجري سنې یا دپنځمي سنې دجمادی الثاني په میاشت کي چي درسول ص عمر۵۶ کاله او دهغې عمر۲۴ کاله وو رسول اکرم ص ورسره واده وکړ او اوه کاله نهه میاشتي یاصرف اووه کاله یې له رسول ص سره تیرکړو په مدینه منوره کي پر ۵۹ یا ۶۰ هجري سنة د۸۴ کالو په عمر وفات شوه ویل کیږي چي په ازواجو مطهراتو کي ترټولو وروسته وفات شوه په اسلام کي ډیره ټینګه وه مدینې ته دراتلو پر وخت یې له خپل مېړه سره هجرت کاوه خو دهغې قریبانو هغه او ددې شیدې خوړونکي زوی وګرزول مېړه یې دخدای په لار کي دښځي هیڅ پر وا ونه کړه پر کوم ځای چي سره جلا شوي وو یو کال وروسته هماغه ځای ته راغله په چیغو چیغو یې وژړل اخر یې دسخت زړو رقیبانو زړه نرم شو او اجازه یې ورکړه په یواځي ځان مدینې ته روانه شوه او دیو سړي زړه ورباندې وسو مدینې ته یې ورسوله دمېړه دشهادت پر وخت یې یو اولاد درلود
اوومه مېرمن
ام المؤمینین زینب بنت جحش رضی الله تعالی عنها ٫ وه لقب یې ام الحکم ٫ دامیمې لوروه کومه چي درسول ص عمه وه پلار یې جحش بن ایاب دخزیمه په قبیله کي دبنو اسد له کورنۍ څخه وو اول یې له زید بن حارثه رضی الله تعالی عنه سره نکاح کړې وه کوم چي درسول ص ازاد کړل شوئ مرېیئ وو بیا هغه طلاق ورکړ دپنځمې هجري سنې په ذی القعده کي چي درسول اکرم ص عمر ۵۷ کاله او دهغې عمر ۳۶ کاله وو ورسره واده وکړ پنځه کاله او څلور میاشتي یې له رسول ص سره تیري کړي په ۲۰ هجري سنة کي د۵۲ کالو په عمر په مدینه منوره کي وفات شوه ددې په نکاح سره دعربو هغه مشهوره عقیده باطله شوه چي دمتبني یعني یو چاته په خوله دزوی ویلو خپلوي داسي ده لکه دحقیقي زوی او دهغه کونډه حرامه ده ځکه چي زید بن حارثه رضی الله تعالب عنه درسول ص متبني وو
اتمه مېرمن
ام المؤ مینین جوریریه رضی الله تعالی عنها ٫ وه دبنو مصطلق دقبیلې دسردار حارث ابن ابی ضرار لوروه لومړئ واده یې له مانع بن صفوان مصطلقي سره کړئ وو دبني مصطلق دغزا پر محال دپنځم هجري کال دشعبان په میاشت کي چي درسول اکرم ص عمر اووه پنځوس کاله شپږ میاشتي او دهغې عمر ۱۶ یا ۲۰ کاله وو له هغې سره یې واده وکړ٫ له رسول ص سره یې پنځه کاله او شپږ میاشتې تیري کړي په شپږ پنځوس هجري سنة کي د۶۵ یا او یا کالو په عمر په مدینه منوره کي وفات شوه دبنو مصطلق په غزا کي تر نیول کېدو وروسته دثابت بن قیس رض په برخه شوه هغه دازادېدلو وعده ورسره وکړه خو په دې شرط چي روپۍ ورکړي دروپو په اړه دمرستې دپاره رسول اکرم ص ته ورغله رسول ص روپۍ ورکړې او څرنګه چي دسردار لوروه رسول ص ورسره نکاح وکړه او نتیجه یې دا شوه چي ددې قبیلې کوم سل کسان چي مسلمانانو نیولي او مرېیان کړي یې وو هغه یې سمدستي ازاد کړل ځکه دهغوۍ له کورنۍ سره درسول ص خپلوي راغلې وه دویمه قائده یې داوه چي پورته یادشوئ حارث همېشه ډاکې وهلې په دې سره هغه هم بندي شوي
نهمه مېرمن
ام المؤمینین ام حبیبیه رضی الله تعالی عنها ٫ وه اصل نوم یې رمله او دصفیې بنت ابو العاص لور وه دپلار نوم یې ابو سفیان بن امیه درسول ص مشهور دښمن کوم چي په اتمه هجري سنة کي قریشي او دبنو امیه له کورنۍ څخه وو ام حبیبیې رض لومړۍ واده له عبدالله ابن جحش سره کړئ وو په شپږمه هجري سنة کي
چي دهغې عمر ۳۶ کاله او درسول ص عمر ۵۰ کاله وو ٫ نو له هغې سره یې واده وکړ له رسول ص سره یې پنځه کاله تیر کړل په مدینه منوره کي د۷۲ کالو په عمر په ۴۴ هجري سنة کي وفات شوه له مېړه سره حبشې ته تللې وه خو مېړه یې شرابي وو دهغه ځای له خلګو سره په یوځای کیدو یې اسلام پرېښود رسول ص چي کله په خبر شو نو دنکا پیغام یې ورولیږلو پر ابو سفیان چي دام حبیبیې رض پلار وو ددې نکاح کوم اثر کېدی هغه ښکاره دئ حقیقت دادئ چي بیا کومه جګړه نه ده شوې دسولې په وخت کي ابو سفیان مدینې ته له لور سره کتلو ته راغلی نو درسول ص پر بستره کښیناست ام حبیبیې رض بستره ورڅخه ټوله کړه چي دهغه پر بستره کافر نه شي کښینستلاي ابو سفیان وویل تر ما وروسته مې لور خرابه شوې ده
لسمه مېرمن
ام المؤمینین صفیه رضی الله تعالی عنها٫ وه دمور نوم یې ضره او دپلار نوم یې حییي بن اخطب چي دبنو نضیر یهودي قبیلې سردار وو وړاندې یې له کنانه بن ابی حقیق سره نکاح کړې وه کوم چي دخیبر سردار وو دخیبر په جګړه کي ووژل شو یو روایت دا هم دئ چي لومړئ یې له سلام بن شکم سره نکاح کړې وه داوومې هجري سنې په جمادی الاخیر کي چي دام المؤمینین رض عمر اوولس کاله او درسول ص عمر ۵۶ کاله وو له هغې سره یې واده وکړو له نبي ص سره یې نژدې څلور کاله تېر کړل په پنځوسمه هجري سنة کي د۶۰ کالو په عمر په مدینه منوره کي وفات شوه
دخیبر په غزا کي نیول شوې وه او دحییې کلبی رض ته په برخه ورغلې وه خو څرنګه چي دسردار لور او مېرمن وه نو ځکه به هغه څخه بیرته واخیستل شوه رسول ص ورسره نکاح وکړه اوله ورځ یې دهغې پر مخ نیل ولید نو وجه یې ورڅخه وپوښتله دې وویل چي درسول ص تر راتګ وړاندې ما خوب لیدئ چي سپوږمۍ له خپله ځایه راغله او زما په غېږ کي ولیوېدله زما رسول ص ته پام هم نه وو مېړه ته مي یادونه وکړه نو هغه کمبخت په څپیړه ووهلمه
یوولسمه مېرمن
ام المؤمینین میمونه رضی الله تعالی عنها ٫ وه دزینب بن خزیمې رضعي خور دحارث بن حزن چي دبنو عامرله کورنۍ څخه وو لور وه لومړۍ نکاح یې له مویطب ابن عبدالعزی سره کړې وه داوومې هجري سنې په ذ ی القعده کي دقضایي عمرې پر مهال چي ددې عمر ۳۶ کاله او درسول ص عمر ۵۹ کاله وو له هغې سره نکاح وکړه له رسول ص سره یې څه بالا دري کاله تیر کړل دسرف په مقام کي چیري چي له هغې سره نکاح شوې وه هم هلته په ۵۱ هجري سنة کي وفات شوه
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
وروستي