
شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ وروسته تر دې چې دوه ورځې وړاندې یې د اتومي وسلو آزموینه وکړه؛ دوی اعلان وکړ چې هېواد یې د بین القاروي، اتومي او هایدروجني بمونو په لرلو سره بشپړ اتومي لرونکی هیواد وګڼل شو.
شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو لپاره د تحفو نورې کڅوړې هم لري.
دا خبرداری پداسې حال کې ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په شمالي کوریا د نورو بندیزونو په لګولو غور شوی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش وایي د شمالي کوریا د اتومي وسلو پروګرام نړۍ ته تر ټولو جدي خطر دی.
ښاغلي ګوتریش تیره ورځ خبرداری ورکړ چې " پارونکي بیانونه د ناوړه عواقبو سبب کیږي."
د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه وویل چې د شمالي کوریا سره جنجال دې د سیاسي هلو ځلو د لارې حل شي او زیاته یې کړه؛ د ممکنه نظامي اقدام عواقب به ډیر ناوړه وي.
په همدې حال کې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ويلي، چې جنوبي کوریا او جاپان ته اجازه ورکوي ترڅو له متحده ایالاتو نه زیاتې وسلې واخلي.