اخري دعا


د يوې ملګرې سره روانه وم چې يوې ډيرې ښايسته غونډۍ ته چې په شنه اﻻشه کې يې ځان نغښتی و، او په رنګارنګ ګلونو يې ځان سينګار کړی وو ورسيدو.دې ځای ته په رسيدو سره هغه ودريده او ﻻس يې دعا لپاره پورته کړ.
د هغې په ليدو زه حېرانه شوم .دلته کومه هديره هم نه وه نو مې ورو وپوښتل((ولې دې ځای ته دعا کوې؟؟؟))
هغې په غټو او له ارينتا نه ډکو سترګو مخ راواړولو او ويې ويل((ته نه پوهيږې چې دلته څه دي!!!))
ما ژر د( نه) په مانا سر وخوځولو.
هغې راته وويل((دا د مينې هديره ده،دا هر يو ګل د يو مات زړه په بدل کې رازرغون شوی .))
د دې خبرې په اوريدو سره زما په تن کې يوه سړه سيلۍ وځغسته .ښايسته غونډۍ ته مې په ځير او بدل احساس سره وکتل او له ځان سره مې وويل :
يعنی دا بې شميره ښايسته ګلان د ماتو او درديدلو زړونو جنازې دې؟ او د دې ګلونو تر منځ به زما د مات زړه په نوم هم يو ګل ټوکيدلی وي ؟
هو! هغه زړه چې تا په خپلو ﻻسو مات کړ ،لمبه دې کړ او ايرې دې يې هم د سمندر څپو ته وسپارلې .
يو ځل بيا مې هر يو ګل له نظره تير کړ. يو په ايرو خړ ګل مې تر سترګو شو.ښايې هغه به زما د زړه جنازه وه .
دواړه ﻻسونه مې الله دربار ته لپه کړل او د اوښکو په بدرګه مې ټولو ته د صبر او خوښۍ دعا وکړه .او په دې هيله راستانه شوم چې د مات زړه په نوم بل ګل په غونډۍ کې رازرغون نه شي .