
سپینه ماڼۍ وایي چې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې د پاکولو لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي او په مخ کې ټول انتخابونه شته.
سپینه ماڼۍ وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي چې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ اټومي ازموینه تر سره کړه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارساندیرز ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا په اړه د راتلونکي اقدام په اړه غور کوي چې کیدای شي ډیپلوماټیک او یا هم اقتصادي وي.
نوموړې زیاته کړې ده چې امریکا د شمالي کوریا سره په مخامخ خبرو او مذاکراتو تمرکز نه لري.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام اوسمهال د نړۍ تر ټولو خطرناک کړکیچ دی.