روسيې او چين هم د پاکستان غندنه کړې، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه کوي

د بریکس په غونډه کې، چې وړمه ورځ د روان ۲۰۱۷ ز کال د سپټمبر په ۴ مه نېټه روانه وه، پر پاکستان نيوکه وشوه چې په هېواد کې دننه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام نه کوي.
د «ډېلي مېل» ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، په دغه غونډه کې چې د غړو هېوادونو برازيل، روسيې، چين، او سويلي افریقا ولسمشرانو په کې ګډون درلود، د لومړي ځل لپاره له پاکستان نه غوښتنه شوې، چې د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې په خپله خاوره کې اقدام وکړي.
رېپوټ زياتوي، چې د غونډې په پای برخه کې په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي، چې طالبان، د حقاني ډله، داعش، لشکر طیبه، جیش محمد، القاعده، حزب التحریر او نورې، هغه ډلې دي چې په پاکستان کې شتون لري.
وروسته له هغې، چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه او پاکستان ته يې خبرداری ورکړ، چې له «ترهګرو ډلو» ملاتړ کوي، پاکستان له ترکيې، روسيې او چین سره د خپل دریځ د نږدې کولو په فکر کې شو.
تیره اونۍ ټرمپ دا خبره هم په ډاګه کړه، چې د پاکستان سره به د هغو ۲۲۵ میلیونو ډالرو مرسته تر هغې ونشي، تر څو د افغان دولت ضد ډلو پر وړاندې پاکستان په خپله هېواد کې ګامونه پورته نه کړي.