
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته د سوریې ختیځ ښار دیرالزور د نیولو مبارکي هغه وخت ورکړه چې دولتي رسنیو یاد خبر خپور کړ.
یاد ښار درې کاله کیدل چې کلابند و او د سوریې دولتي رسنیو په حواله چې کلابندي یې ماته شوې ده.
د روسیې ولسمشر ویاند دیمیتري پيسکوف ویلي چې پوتین د یاد اعلان هرکلی کړی دی او دایې یو ستراتیژیک پرمختګ بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډله لا هم د دیر الزور په نیمایي سیمه واکمنه ده.