کوم لامل دی چې زمونږ ځوانان له ډېرو ناخوالو او نا دودو سره بیا هم پر دی ونه توانېدل چې د ځان او د ټولنې په ګټور سکتور ځانونه پوه کړي. دا هغه پوښتنه ده چې تېر وختونه یې مونږ د تورتم لمبو ته رسولی یوو!؟ که وګورو! دټولنې پر باطن کې باید مونږ په کومو مسائیلو تمرکز ولرو، او د ټولنې د پرمختګ دلایل او لاری چاری ولټوو، خو په تاسف سره نننی ځوانان بیاهم ډېر یې د غفلت په خوب ویده ښکاري، لکه نن د انټرنټ پر مخ د ځوان قشر لامعنا ویډیوو ګانو ته پام وکړو همدې پایلې ته رسېږو، چې زمونږ ټولنه کې لاهم د شاته تګ چانسونه بېخی زیات شته، او د پرمختګ اسباب مو پۀ ټولنه کې ډېر خفیف ښکاري. آختر د ټولنې د ملي وحدت او اسلامیت یو ريښتنی سمبول ده، او د آخترونو پۀ راتګ د ټولنې ټول وګړي له یو بل سره د محبت اوترحم پر نامه سره نږدی کېدلی شي، او دټولنې پۀ هر رنځ ملي تفاهم ته پۀ آخترنو کې رسیدګي یوه آسانه لار ده. خو بدبختانه مونږ لکه له څومره ناخوالو سره چې مخ یوو، همداسي مو آخترونه هم دبدو عملونه ښکاروندویي کوي. هو دا یو حقیقت ده چې آختر د خوشحالې سمبول ده، مګر د یوی داسي خوشحالې سمبول چې د ټولو وکړو د مفاداتو حق پکشې خوندی وی، نه داسي خوشحالې چې هم الله ناراضه وی، هم دی ځان برباد کړی وی، او هم دی دټولنې مضر وایروس پاشلي وی. په آختر کې داقتصاد ضد کړني زمونږ دځوان قشر یو منلي حقیقت ده، چې بابېزه پیسۍ خرڅوي، نه یې دځان ګټه پکشې وی، نه دټولنې اونه هم دالله رضا پکشې وی. دا شان کړنې دځوان قشر پۀ لټ توب، او ناپوهي ښکار دلیل دی،باید نور داسې بې فکره اوناپوه ونه اوسیږي! څو دقیقی مخکې پر فیسبوک له یوی داسي ویډیو سره مخ شوم، چې شایسته ځوانانو د شپی پرمخ کلیوال بانډار جوړ کړی وو، ځوانان خدای شته په یووالی کې بيخي زیات ښه ښکاري، نو کله چې د دوی دننی مجلس او پالتو کارو ته ځیر شوم، حیران او غمجن یې کړم. ځوانان سره ناست وو، او شایسته شلمو یې د کټواز دخلکو نښانه بیانوله. د ځوانانو پر منځ کې اواز خوان هم وو، او د باجي او ډول تړنګا هم پکښې وه، ځوانان نو ښه په جوش او خروش کې وو، له ځوانانو څخه به هریو ځوان کله کله د آواز خوان مخته ورغي او دشنو پیسو باران به یې پۀ اواز خوان او ډولچي باندي کاوه. کله چې می د دوی داسي کړني ولېدلی دټولنې رنځور او فقیر محول ته می زړه وسوځید، چې دا اوس به هم ددی ټولنې ډېر کورنه د آختر له کالو څخه بې برخي پاته وو. او دلته بیانو ځوانانو دپیسو داسي بارانونه کول ،چې تابه ویل چې دخزان پاڼي له ونو راتویږی. له دی نه زیات چې وځورولم هغه ددی ویډیو دکتونکو شمیره وه چې تر زرو پورته یې کتونکې لرل، او شکته په تبصره خونه کې دنورو ځوانانو دستائیلو الفاظ د"مه خوار "دا لابل حیرانووکي منظر وو . شکته په تبصره خونه کې خو لا ډېرو ځوانانو داهم ورته لیکل چې "درباندی ویاړو " . که فکر ورته وکړو !چې ځوانان مو لا اوس هم دفقر او بیوزلې سرچېنه ده، که دټولنې ځوان قشر دبیوزلي له دفتره ځان کښل غواړي باید د ځان پوهني چل زده کړي. زمونږ دځوان قشر ارزښتونو ته که پام وکړو ،دوی اوس هم هغه څه ته ارزښت ورکوي چې هغه شیان بې ارزښته دی. دانسان ارزښت پۀ هغو شیانو کې وی چې دلاسته راوړلو کوشش یې کوی، زمونږ دځوانانو ارزښت په میلو کې پیسۍ شیندل دی. که ورته ارزښتمن نه وای د داسي ناوړه دود لېدونکي به ولي زیات وو، که ارزښتمن ورته نه واي ولي به یې د "مه خوار "او "درباندی ویاړو "کمنټونه داسي ناجایزه دود ته ورکولي. دتعجب ځاي یې لا داده، چې هغه ځوانان ځانو ته غیرتمن هم وای، ځکه چې نورو تشویق کړي ده، نو خود به له بریکو وځي. که بد دود تشویق نه شي کله دومره په مخ ځي، لکه په کټواز کې پیسۍ شیندل، چې غیرتمن وی هغه به پیسۍ شیندي! دکټواز ځوانانو چې څومره پۀ مشقت پیسۍ کټلي، یو الله ورباندي خبر ده، دبل وطن مسافری، هلته پۀ بل وطن کې ګرمي او دربدره ورځ، دا ټول شیان زغمي او پیسۍ ګټي، او کله چې آختر شي او هلته بیا پیسۍ شیندي،لکه یو میلونر چې وی. ځوانانو! اقتصاد دژوند کولو دملا دتیر پۀ څیر حیثت لری، یعنی که ستاسو اقتصاد قوی وو، ژوند به مو آرام وی، ټولنه به مو نېکمرغه وی او د ډېرو ناخوالو وربه مو بند کړی وی، او که بیاهم داقتصادضد کړني کوئ! دتل پۀ څیر به له نورو شاته پاته یاست، ناهیلی به یاست، غمجن به یاست! ژوند به کوو او ارزښتمن به ستایوو، بې ارزښته ته به ارزښت نه ورکوو.
وروستي