د بلک واټر مؤسس (Erik Prince)

د ۱۹۶۹ز کال د جون پر شپږمه Erik Prince د هالنډ په Mechigan ښار کې په یوه بډایه کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار یې Edgar D Prince نومیږي، چې د پرینس شرکت مؤسس و او د ګاډو د پرزو کار و بار یې کاوه.
ایریک پرینس په اوولس کلنۍ کې د الوتکې چلولو لیسنس تر لاسه کړ او د هالنډ د عیسوي لېسې څخه فارغ شوی دی. تر لېسې وروسته یې د متحده ایالاتو سمندري اکاډمي کې زده کړې پیل کړې خو تر دریوو سمسترونو وروسته یې پرېښودې. بیا یې په Hillsdale کالج کې داخله واخیسته او په ۱۹۹۲ز کال کې ترې فارغ شو. پرینس په Hillsdale Country Sheriff’s Department کې د رضا کاره اور وژونکي او ډریور په توګه هم کار کړی. د بوش په اداره کې یې په سپینه ماڼۍ کې د دې لپاره کار کاوه چې تجربه پیدا کړي خو له ځینو پالیسیو سره یې مخالف و چې له هغې جملې څخه یوه د همجنس سره واده کول دي، پرینس له Grand Rapids Press ورځپاڼې سره ویلي: ما هلته (سپینه ماڼۍ کې) ډېر داسې شیان ولیدل چې زه ور سره موافق نه وم. د کلیفورنیا د جمهوري غوښتونکي سیاستوال Dana Rohrabacher سره یې هم د تجربې په موخه کار کړی. پرینس د بوسنیا په ګډون Haiti، منځني ختیځ او د مدیترانې په سمندرګي کې هم د سمندري ځواکونو د افسر په توګه دندې تر سره کړي. کله یې چې پلار په ۱۹۹۵ز کال کې ومړ نو پرینس دې ته اړ شو چې دنده پرېږدي. د پرینس مور پرینس شرکت پر Johnson Controls, Inc. کمپنۍ باندې د 1,3 بیلیونه ډالره وپلوره. پرینس بیا د ویرجینیا ساحل ته لاړ او هلته یې په ۱۹۹۷ز کال کې بلک واټر رامنځته کړ. پرینس شپږ بچیان لري چې څلور یې له لومړۍ او دوه یې له دویمې ښځې څخه دي چې طبعا دویم واده یې د لومړې ښځې ترمړینې وروسته وکړ.
د پرینس مذهبي او سیاسي اړیکې او مرستې:
بلک واټر له Sovereign Military Order of Malta (د مالطا خپلواک پوځي تنظیم) سره کلکې اړیکي لري. عربان د دغه نوم ژباړه (د قدیس یوحنا پوځيان) کوي، چې البته د مالطا خپلواک پوځي تنظیم یې لفظي ژباړه وګڼئ. دغه تنظیم یا ډله یوه پوځي صلیبي یا دیني صلیبي جګړه ماره ډله ده او په صلیبي جګړو (۱۰۹۶- ۱۲۹۱) کې یې څرګنده ونډه لرله. د بلک واټر د عملیاتو مشر افسر Jseph Schmitz د دغه تنظیم افتخاري غړی دی. د اروپايي پارلمان د رپوټ له مخې بلک واټر او مالطا سره کلکې اړیکي لري. د Salon په نوم مجله لیکي، چې د ۲۰۰۳ز کال د جولای میاشت او د ۲۰۰۶ز کال تر منځ د بلک واټر مشر پرینس له Family Research Council سره (۶۷۰۰۰۰) ډالره مرسته کړې، چې دغه مؤسسه د ده کورنۍ رامنځته کړې وه او Focus on the Family مؤسسې سره، چې مشر یې James Dobson دی، (۵۳۱۰۰۰) ډالره مرسته کړې. په Michigan کې یو عیسوي انستیتیوت سره،چې Calvin College نومیږي، تر ټولو زیاته مرسته پرینس کوي.

له Christian Freedom International مؤسسې سره چې له عیسویانو سره مرسته کوي، هم مرسته کوي. په ۱۹۹۸ز کال کې پرینس له جمهوريت ګوند سره تر (۲۰۰۰۰۰) ډالرو زیاته مرسته وکړه. له Alliance Defense Fund سره چې د محافظه کارو عیسویانو قانوني ګروپ دی، هم مرسته کوي. د امریکا له Green Party سره یې هم مرسته کړې. ولسمشرۍ ته د دیموکراتانو پخوانی نوماند John Edward پرینس د ډبلیو بوش د سیاسي نږدې ملګري په توګه را پېژني.
پرینس د کانګریس پر وړاندې:
د پرینس بلک واټر کمپنۍ د ۲۰۰۷ز کال په اوږدو کې په یو شمېر پېښوکې ښکېله وه، چې له کبله یې پرینس ګانګریس ته د پوښتنو د ځوابولو لپاره ور وغوښتل شو. له دغو پېښو څخه یوه هم د هغو اوولس بې ګناه عراقیانو وژنه وه چې په بغداد کې د ۲۰۰۷ز کال د سپټمبر پر ۱۶مه نېټه تر سره شوه. د ۲۰۰۷ز کال د سپټمبر پر ۲۲مه نېټه فدرالي څارنوالانو اعلان وکړ چې باید پلټنه وشي چې ایا د بلک واټر کار کوونکو په رښتیا هم د نا قونانه وسلو په قاچاق کې لاس درلود که څنګه، چې کېدای شي د کوردستان د کاګرانو ګوند (PKK) لاس ته ورغلې وي. د یادونې وړ ده چې نوموړی ګوند ناټو او اروپايي ټولنې له خوا یو ترهګر ګوند پېژندل شوی.
د ۲۰۰۷ز کال د اکتوبر پر ۲مه نېټه چې کله پرینس کانګریس ته ور وغوښتل شو نو شکایت یې وکړ چې زموږ کمپنۍ ته په عراق کې داسې لارې چارې نه دي برابرې شوي چې د بلک واټر د کارکوونکو له ناوړه کارونو سره چلند وکړي.
پرینس د کانګریس پر وړاندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو ولې خپل هغه کار کوونکي له عراقه په چټکۍ سره و اېستل چې په یوه مهلکه پېښه کې ښکېل وو، وویل: موږ نه شو کولای هغه ووهو، موږ نه شو کولای هغه بندي کړو.
کله چې د کانګریس یو غړي ترې د کمپنۍ مالي معلومات وغوښتل نو هغه د دا ډول معلوماتو له برابرولو نه انکار وکړ او ویې ویل: زموږ یوه شخصي کمپنۍ ده، وروسته یې بیا وویل چې که په لیکلې بڼه موږ ته پوښتنې راکړل شي نو په راتلونکي کې به په دې اړه معلومات در کړو.
کله چې د بلک واټر کارکوونکو ته په کانګریس کې د Mercenary (اجیر سرتیری یا هغه چې د پیسو لپاره کار کوي) اصطلاح وکارول شوه نو پرینس یې مخالفت وکړ او دوی ته یې د Loyal Americans (وفادار امریکایان) لقب ور کړ، دا په داسې حال کې ده چې د بلک واټر کار کوونکي له بېلابېلو ملیتونو څخه دي او یوازې امریکایان نه دي.
له اسلام او مسلمانانو سره د پرېنس دښمني:
د ۲۰۰۹ز کال د اګست پر ۳مه نېټه د نوم نه ښودلو په شرط د بلک واټر دوو کار کوونکو چې کله په دې خبرې سوګند وکړ چې کېدای شي پرینس هغه دوه کسان وژلې وي او یا یې هم د وژلو لارې چارې برابرې کړي وي چې د فدرالي چارواکو سره یې د ده د کمپنۍ په اړه په پلټنو کې مرسته کوله، دواړو دا خبره هم وکړه چې پرېنس ځان د صلیبي جګړو سرتېری بولي او خپله دنده له نړۍ نه د اسلام او مسلمانانو له منځه وړل ښيي. دوی زیاتوي چې بلک واټر خپل کارکوونکي د دې لپاره هڅولي او انعامونه یې ور کړي چې د عراق په ویجاړولو او د عراقیانو د ژوند په خرابولو کې یې ونډه اخیستې. دغه ادعاوې په ویرجینیا کې د عراقي خلکو په استازیتوب د څارنوال Susan Burke څرګندونې وې.

د پرینس استعفی:
پرینس د بلک واټر له Chief Executive Officer نه د ۲۰۰۹ز کال د مارچ پر ۲مه نېټه خپله استعفی اعلان کړه خو بیا به هم د رهبري پلاوي د رییس په توګه پاتې وي او په ورځنیو چارو کې به ښکېل نه وي. د Gary Jackson پر ځای د بلک واټر نوی مشر Joseph Yorio ونومول شو چې ټاکلې دنده یې Chief Executive Officer ده. د یادونې وړ ده چې د بلک واټر اوسنی مرستیال د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د یوولسمې پېښو پر مهال د CIA د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز رییس و