
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې به خپرولو سره، د دغه هېواد د اټومي ازموينې تر څنګ له دغه هېواده غوښتي، چې د امنيت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې پاکستان تل د امنیت شورا پریکړو ته معتقد دی او له دواړو اړخونو يې غوښتنه کړې، چې له هر ډول پارونکي اقدام څخه ډډه وکړي.
پاکستان مخکې له دې هم څو ځله د شمالي کوریا د اتومي آزموينو غندنه کړې، خو د امريکا د پارونکو کړنو پر وړاندې بیا خاموشه دی.
پخپله پر پاکستان باندې داسې تورونه هم شته، چې د اټومي وسلو په هکله مالومات او مرستې يې شمالي کوریا ته هم رسيدلي. ښايي د همدغو تورنو د ليرې کولو لپاره به پاکستان دا ډول خبرپاڼې خپروي؛ سیاست همدا دی: وایه يو څه کوه بل څه؟!