
د ويکيليکس انټرنيټي پاڼې بنسټګر جولیان آسانژ ويلي، چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا دومداره ګواښونو شمالي کوریا دې ته اړ کړې، چې پلټنو او توغنديزو پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.
نوموړي په ټوييټر کې پر خپله پاڼه ليکلي: «د امریکا لخوا شمالي کوریا ته دوامداره ګواښونه دغه هېواد د جګړې بهیر ته راوستی او دې کړنو پيونګ یانګ مجبور کړی، چې زياتې پلټنې وکړي او توغنديز پروګرام ته پراختیا ورکړي.»
د یادونې ده، چې شمالي کوریا په دې لړ کې د خپل دولتي تلويزیون له لارې د شپږم اټومي آزمايښت خبر ورکړی او بریالی يې ګڼلی.
شمالي کوریا د يوه ځواکمن هایدورجني بم د جوړیدو خبر هم په ډاګه کړی.