
د ډيره وخته په پټه او ښكاره دا خبره راپورته كيدله چي د دولت او مخالفينو ترمينځ د سولي او ملي پخلايني خبري رواني دي كله به اوازه شوله چي سعودي عربستان كي تر سره شولي او كله به دا خبره كيدله چي دوبي كي او اخره كي د مالديف حكومت هم خپل غږ را پورته كړلو چي مونږ د طالبانو او د كابل حكومت ترمينځ خبري كړي او افغاني طالبان مو په پټه مالديف ته راوستلي وه ځكه پر طالبانو باندي نړيوال بنديز دي او بهر ته سفرونه نه شي كولي خو دا يي هم وويل چي افغاني طالبانو او د كابل دولت سره خبري خپلو مينځو كي وكړلي او مونږ يي په نتيجه پوه نه شولو، خو داسي نه انګيرل كيدله چي په دي خبرونو كي دي څه حقيقت وي ځكه هر ځل به يو لوري نه يو لوري دا خبرونه غلط وګرځول او ټوله معامله به پټه پاتي شوله او هيڅ معلومات يي نه كيدلو چي رښتيا خبري شوي او كه نه خو دا دي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخواني خاص استازي په زغرده وويل چي زمونږ او د طالبانو تر مينځ خبري رواني وي خو پاكستان د طالبانو مشرانو په نيولو هغه خبري په ټپه ودرولي، حقيقت هم همداسي ښكاري چي خبري دي شوي وي او د مهمو طالبانو نيونه او په ځانګړي ډول د هغو طالبانو نيونه چي د پاكستان د چغ سره سم نه تلل او غوښتل يې چي دپاكستان څخه ديوي وسيلي په حيث كار واخلي نه دا چي خپل ټول وياړ د پاكستان په لمن كي وغورځوي نوهماغه مشران پخوا هم نيول كيدل او اوس هم دادي نيول كيږي او دا لړي به لا دوام كوي ترڅو د تير په شان د هرڅه وياړ دوي ته ورنه كړل شي .
خو يو كس چي لږ هم په ښه او بده پوه وي اولږ تر لږه دا اوضاع يي د نيژدي او يا لري نه څارلي وي په دي پوهيږي چي وضعيت څه دي او حالات په كوم اړخ روان دي، ځكه كله چي روسانو په افغانستان يرغل وكړلو نو لومړي يي همدا ډول غږولو چي دا انقلاب په شا نه ځي او دا فوځ چي كوم هيواد ته تللي بيرته ناكام نه دي راګرځيدلي خو د لسو كالونو په تيريدو ورته دا معلومه شوله چي د سير نه څو پخيږي دا افغانان دي دا تاجكان ازبكان كرغيزيان او داسي نور نه دي ، دوي سر وركوي خو سنګر نه وركوي نو مجبور شول چي خبرو ته كيني خو له بده مرغه چي هغه وخت كي هم زمونږ مقاومت داسي حالت ته رسيدلي وو چي سرونه زمونږ غوڅيدل او عام افغانان ددي څخه نا خبره وه چي زمونږ برخليك زمونږ د سرونو د غوڅيدو او ميړاني په ښودلو په بدل نه ټاكل كيږي، ځكه چې زمونږ رهبران د نورو په لمنو كي پراته وه هغوي هم په قصدي شكل او يا په ناخبري او خوش فهمي په وجه دوكه شوي وه خو چي كله پوه شول نو د ورښه اوبه تللي وي بيا يي هيڅ نه شو كولي بغير ددي نه چي د خان هري خبري ته د هو سر وخوځوي ، نو هماغه وه چي قرباني افغانانو وركړه كورونه د آفغانانو ګنډواله شول شهيدان افغانان شول او برخليك مو د بل چا په لاس كي وو او نازونه او وياړ پري نور كوي ، ځكه كله چي افغانان روسانو ته د ماتي وركولو په درشل كي وه نو امريكا رامخي ته شوله او هغوي يي د خبرو ميز ته كينول خو د افغانانو سره نه بلكي د خپل ځان سره او پاكستان يي هم خپلي خوا ته ودرولو او پاكستان د افغانانو څخه وغوښتل چي د كتونكي په حيث په دي غونډه كي ددوي سره ګډون وكړي دغه جهادي رهبران لا څه روسانو خپل لاسپوڅي هم دي خبرو كي شريك نه كړل او نه تر اوسه پوري دواړه غاړو افغانانو ته ددي موافقي معلومات وركړل شول چي په څه موافقه وشوله څوك په حق وه او څوك په ناحق څوك مظلوم وو او څوك ظالم او غاصب، دا چي نوري خبري ختمي شوي وي او روسيان او امريكايان موافقي ته رسيدلي وه د كومي په پايله كي به روسان افغانستان څخه وځي او يوازي د هماغه پريكړو امضا كول پاتي وه او په دغه ځاي كي همدا توافق نامه امضا كيدله پاكستان غوښتل چي افغاني لوري پدي كې د كتونكي په ډله كي ګډون وكړي خو دغه وخت د مجاهدينو يو اتحاد موجود وو او د هغي مشري مرحوم مولوي محمد يونس خالص رح كوله پاكستان پر هغه فشار راوړلو تر څولاړ شي او د امريكا او روسي استازي چي تړون امضا كوي هلته بايد وي مولوي صاحب رح ويل چي دا هيڅ امكان نه لري ځكه لانجه زما د روسانو سره ده او په دي كي د امريكا او پاكستان هيڅ حق نه شته دا سمه ده چي پاكستان او امريكا زمونږ ملاتړ كړي خو داسي نه ده چي مونږ دي خپل افتخار دوي ته وركړو او زمونږ ويني ددوي د ګټو قرباني شي خو د هغه بيچاره خبري چا اوريدلي نو هماغه وو چي مولوي صاحب رح اتحاد نه هم استعفا وركړله او هغه اتحاد ړنګ شولو او د جينوا تړون لاسليك شولو پاكستان په كي د كتونكي او د تړون څخه وروسته چكي وهونكي رول ادا كړلو، چې په نتيجه كې روسان د افغانستان څخه ووتل او افغانان خپلو كي يوبل ته اړم شول اول د كافر او مسلمان په نوم ، دمزدور او ازاد په نوم وورسته بيا ددوي په لمسون د چوكي او قدرت په خاطر.
خو كه بدبخته روسانو د خپلو وتلو تړون افغانانو سره كړي وي نو افغانان به دډيرو ناخوالو نه بچ پاتي وي خو د بده مرغه دنيا دا نه غوښتل چې افغانان دي په خپل ټاټوبي كي د هوسا اوارمي ساه واخلي او د هغي وجه دا وه چي نړيوالو په دوي سرمايه لګولي وه د كومي په نتيجه كي چې پاكستان خپلي دروازي ورته خلاصي كړي وي او هرڅه به چي ددوي په نوم راتلل د هغي لسمه يي هم افغانانو ته نه وركوله خو د سرمايه ګذاري بده پايله افغانانو وڅكله ، نو هماغه شو چي افغانان داسي حالت ته ورسيدل چي امريكا د خپلو ملګرو سره پري يرغل وكړلو او د نورو غير ثابته شوي ګناه غچ يي د افغانانو څخه واخستلو، كه امريكا هم په هماغه وخت كي د عقل نه كار اخستي وي نو نن به نه هغوي داسي حالت ته راغلي وي او نه به يي مونږ افغانان د وير په ټغر كينولي وي ځكه اسلامي امارت موقف ونيولو چي سمه ده دغه كس چي تاسي يي تورن ګڼي مونږ هم وايو چي دا تورن دي خو مجرم نه دي ، ځكه تاسي ادعا كوي چي ده دا كړني سرته رسولي خو كه تاسي سره دده د شوي جرم څه ثبوت وي نو افغاني محكمي ته يي راوړاندي كړي مونږ به يي ونيسو او محاكمه به يي كړو كه دا نه مني نو بيا كوم بل دريمګړي اسلامي هيواد ته به يي وركړو او هلته به پري شرعي محكمه وچلول شي خو د بده مرغه مغرورو امريكايانو يوه خبره هم نه اوريدله او همدا يوه خبره به يي كوله چې يا زمونږ سره او يا هم زمونږ د دښمنانو سره نو نتيجه داشوله چې ټوله اسلامي او غربي نړي په يوه خوله د امريكا سره ودريدله چا يي تش ملاتړ وكړلو چا ورسره خپل عسكر راوليږل او چا ورته مجاهدين نيول او له دوي څخه يي پري پيسي اخستلي هيچا هم د افغانانو خوا ونه نيوله حتي هاغه چي پرونه پوري دوستان وه نن ورته دښمنان شول، او د امريكايانو څخه يي زيات ظلمونه او ناكردي پري راوستلي ، خو چي افغانانو خپل دين او هيواد څخه دفاع شروع كړله او يرغلګر ته يي هماغه شان د يرغلګر په شكل كتل چي هغه ددوست په نوم راغلي وي او كه ددشمن دشمال دلوري راغلي وي او كه د جنوب د خيبر دلاري راغلي وي كه د سالنګ نو هماغه شول چي دغه امريكايانو د نهو كالو په تيريدو سره هومره ظلمونه او بي رحمه وژني وكړي چې د روسانو تاريخ يي مات كړلو او د بشريت په تاريخ كي ددوي نوم د ظالمانو او غاصبو زورواګانو په كتار كي راغي، نو پس له دومره ظلمونو او ناكردو څخه دوي اوس دي ته غاړه ايښي چي طالبانو سره سوله او روغه جوړه وكړي او دادي په يو نوم او بل نوم باندي كوششونه روان دي خو خبره بيرته هماغه د جينوا تړون په لوري روانه ښكاري ځكه امريكا او ملګري يي مستقيما د طالبانو سره اړيكي نه نيسي او نه ديته پريښودل كيږي چي د هغوي سره دي اړيكه ټينكه كړي ځكه كوم كس چي نوم او عنوان ولري هغه د صحني څخه لري كيږي او ټول تحريك په ورك نومي او ورك عنوانه بدليږي ترڅو امريكايان اړ شي چي يو ځل بيا د هغه چا سره خبري وكړي او يا هم د هغه چا په واسطه يي وكړي چي ددي غميزي شروع له هغوي نه شوي او دوي هميشه ددي غميزي په اوږدوالي او د اور په لا تيزوالي كي مهم او رغنده رول لوبولي دي نو هماغه غلطي چي روسانو كړي دادي امريكايان يي تكراروي دوي بايد دا غلطي ونه كړي بلكي د هغوي د غلطي نه سبق واخلي دوي چي نور خپل مړي نه شي وړلي او ستومانه شوي او غواړي چي نور ددي هيواد څخه پښي سپكي كړي نوبايد د طالبانو سره نيغ په نيغه خبري وكړي كه هرڅومره دا كوشش وشي چي د طالبانو عنوان ورك كړي شي او د كار سړي يي ونيول شي ځكه دوي به په دي سياسي صحني كي ځان ته حتمي ځاي پيدا كوي خو ټوله نړي په دي پوهيږي چي دا به د افغانانو سره جفا وي چي توري دوي كوي او وياړ نورو ته وركول كيږي نو امريكايانو ته پكاردي چي سوله كه كوي نو د افغانانو سره دي وكړي او هيواد دي افغانانو ته پريږدي نه دا چي يوځل بيا د زورور او ښكرورو په منګولو كي پريږدي او افغانان هماغه شان د وير او مصيبت په ټغر ناست وي .