شمالي کوریا د امريکا د ګواښونو پر وړاندې يو بل غبرګون ښودلی او تيره ورځ يې اعلان وکړ، چې هايدورجني بم يې جوړ کړی دی.
د شمالي کوریا دولتي رسنيو رېپوټ ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کيم جونګ اون، شخصا له دې بم نه لیدنه کړې، کوم چې د يوه قاره مزلي نوي ډول توغندي پر سر باندې نصب شوی دی.
سرچينه زیاتوي، چې د دغه بم ځواک په سلګونو ټنه دی او کولی شي په هوا کې هم چاودنه وکړي او شمالي کوریا کولی شي، چې د دې بم زیات شمېر توليد کړي، ځکه توکي يې د هېواد دننه توليديږي.
تیره اونۍ شمالي کوریا یو بل داسې توغندی وازمويلو، چې د جاپان له خاورې تير شو او دغه کړنې د امریکا جمهور رييس ټرمپ ډير په غوسه کړ او شمالي کوریا ته يې ګواښ وکړ، خو کیم جونګ اون په ځواب کې ورته وويل، چې په آرامه سمندر کې به هغه ټاپوګان تر برید لاندې راولي، چيرې چې د امریکا پوځيان وي.
کشمکش دوام لري، شمالي کوریا د امريکا ګواښونو ته تسليميږي بلکې ډغرې وهي.
وروستي