
د امریکا متحده ایالاتو د عراق د پخواني جمهور ريیس صدام حسین هغه شطرنج بيرته، عراق ته ورکړی دی، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې غلا شوی و.
د امریکا سفارت په خپله رسمي پاڼه کې په فېسبوک کې د دغه شطرنج انځورونه خپاره کړي دي، کوم چې د عراق د فرهنګ، سیلانیانو او لرغونپوهنې چارو وزارت ته وسپارل شو.
صدام حسین ۱۱ کاله مخکې، د ۲۰۰۶ ز کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه په دار وځړول شو.
صدام حسین هغه نادرې وسلې هم د کلیکسیون په ډول راغونډولې، چې سره زر په کې کارول شوي وو او کله نا کله به يې د نړۍ ولسمشرانو ته ډالۍ کولې. همدار راز يې له نفیسو او ارزښتنمو لرغونو ټوټو د ټولولو سره مینه درلوده او په لامبو کې یې هم ډير چټک او غښتلی و.