
د روسيې دفاع وزارت، تیره ورځ د سپټمبر پر ۲ مه نېټه د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي، چې هوايي ځواکونو يې د سوريې د ديرالزور ښار ته نږدې د داعش ډلې پر مراکزو باندې سختې بمبارۍ کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بمباریو کې د داعش ډلې ۹ زغره وال وسایط، ۲ ټانکونه، ۶ توغندي، د مهماتو ۶ زیرمتونونه، ۲۰ باروړنکي ګاډي د سون موادو له زیرمو سره یوځای له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې تر بمباریو وروسته سوري ځواکونه په دې وتوانیدل چې د اکروبات سیمه کلا بند او د دیرالزور ښار په لوري پرمختګ وکړي.