د تاجکستان پارلمان د ملي کالیو د اغوستولو قانون تصویب کړ

د تاجکستان پارلمان داسې يو قانون تصویب کړی، چې پر بنسټ يې د سازمانونو غړي پر دې مکلف بولي، چې ملي کالي واغوندي.
د تاجکستان د پارلمان لخوا دغه پرېکړه په دې موخه شوې، چې د کلتور او دود ساتنه وشي، خو داسې ويل کيږي دا ګام په دې موخه اخیستل شوی، چې د حجاب او نورو هېوادنو د کلتور د ور ګډيدلو مخه ونيسي.
د دغه پرېکړې لاسوند به د سنا تر هوکړې وروسته، جمهور رييس امامعلي رحمان ته د لاسلیک کیدو لپاره وليږل شيب، پخپله جمهور رييس هم د دې پرېکړې پلويتوب کوي او په هکله يې د «رحمان» په نوم ويبپاڼه کې مالومات هم خپاره شوي.
له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې د تاجکستان د دولت لخوا زیات شمېر هغه هټۍ تړل شوي، چې د دوی په اصطلاح د تاجکستان د کولتور خلاف کالي يې خرڅول.
د یادونې ده، چې ایران ډيره هڅه کوي چې د همژبي توب په پلمه پر دغه هېواد هم کولتوري یرغل وکړي، خو د امامعلي رحمان په مشرۍ حکومت يې سخت مخالفت کوي؛ تر اوسه يې د ایران لخوا وړانديز شوي جوړې شوې «واژې» و نه منلې او د خپلو ملي مصطلحاتو ساتنه يې کړې، هغه څه چې په افغانستان کې نه کيږي او ایران ته يې شين څراغ ورکړی.