دا یوه جوته خبره ده، چې په اوسني حالت کې ګرځنده عملیات کوټې ته ډېره اړتیا لیدل کیږي. د یوې داسې ګرځنده عملیات کوټې په لرلو سره به د ډېرو هغه ټپی شوي او نورو حادو ناروغانو ژوند وژغورل شي، چې د روغتتون نه په لیرې ځایونو کې اوسیږي.
څه موده وړاندې د روسیې Schwabe نومي شرکت بازار ته یوه داسې ګرځنده عملیات خونه وړاندې کړې ده، چې د IL-96-400T په الوتکه کې به ځای پر ځای وي او د یوې عصري عملیات خانې په ډول به وي او د ډاکټرانو لپاره به ټول وسایل په کې وي.
په دغه عملیاتي خونه کې ډاکټران کولای شي، چې د لوړې تکنالوژۍ وسایلو څخه په کار اخیستلو هر ډول عملیات ترسره کړي. په دغه عملیات خانه کې MRI، CT SCAN او X-RAY ماشینونه هم شته، چې د اړتیا سره سم ډاکټران کولای شي ځني کار واخلي.
د پیتر بورګ پولیتخنیک پوهنتون رییس اندرې روډسکي په وینا دغه عملیات خونه به په نړۍ کې لومړی داسې یوه عملیات ځای وي، چې ناروغ به په عاجل ډول معاینه کیږي او د غوښتنې سره سم به په همدغه الوتکه کې عملیات کیږي. یا په بله ژبه، تشخیص، جراحي او د بیرته راستنیدو لومړنۍ دوره - دا ټول به په الوتکې کې دننه ترسره کیږي.
وروستي