ټاکل شوې ده، چې د راوان لمریز کال 2017 په ورستو کې به د روسیې ولسمشر او ولسکشر ته په روسیه کې جوړ شوي نوي لیموزین موټر "Cortege" ورکړل شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د روسیې خبري اژانس ریانوستې خپره کې ده، راغلي دي چې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر دا خبره منلې ده، چې د روان کال په ورستیو کې به د روسیې ولسمشر او ولسکشر ته په روسیه کې نوي جوړ شوي لیموزین موټر ورکړل شي.
دغه نوې دولتي پروژه چې "کرتیژ" نومیږي، په پلان کې لري، چې د روسیې د لوړپوړو چارواکو لپاره یوه نوې لړۍ پیل کړي او هر اورګان ته ځانګړی موټر وسپاري.
د دغې پروژې په هکله خبرونه له نن نه څلور کاله وړاندې خپره شوي وو، خو نور مالومات بیا نه وو په ډاګه شوي، دا دی یوځل بیا په دې هکله خبرونه تازه شوي دي.
ویل کیږي، چې د روسیې ولسمشر دغه نوی موټر به ۸۰۰ هارس پاوره وي او وزن به یې شپږ ټنه وي.
د سوداګرۍ د وزیر د خبرو پر اساس دولت د نوموړې پروژې لپاره 3.7 میلیارده روبله د بودیجې څخه اختصاص شوي.
وروستي