د متحده ایالاتو پوځي څېړونکو د موډ او خوی د اتومات کنټرول لپاره یوه نوې اله جوړه کړې ده.
دغه نوی جوړ شوی چیپ په اتومات ډول د دماغو فعالیت څارنه کوي او هغه سیګنالونه، چې د اوږدمهاله خپګان او نورو ذهني ناروغیو سبب ګرځي، له منځه وړي.
په هغه خبر پاڼه کې چې د Nature نومي ژورنال خپره کړې ده، راغلي دي، چې دغه څېړنې د پینټاګون تحقیقاتي ادارې په مالي مرسته روانې دي او د نوموړي هېواد دوه تکړه نیوروفیسولوژستان یې پر مخ وړي او د دوو سترو څېړنیزو مرکزونو کارمندان پرې کار کوي. ډاکټرانو په سر کې د ننه هغه ایمپلانتونه، چې د دماغو ژوره پارونه او تحريك کوي د هغه ناروغانو لپاره چې د حرکتي جهاز(motor activity) ستونزې لري لکه د پارکینسن ناروغۍ، پخوا هم کارولې، خومه مثبته نتیجه یې نه ورکړې.
که څه هم ټولې هغه هڅې، چې تراوسه پورې د همدغه میکانیزم نه په کاراخیستنه، چې به د انسان په حالت او موډ تاثیر راولي ترسره شوې وې، خو کومه مثبته نتیجه نه وه ورکړې. د نوی امپلانټونه او زړو چیپونو تر مینځ توپیر دا دی، چې نوي چیپونه په ځانګړې توګه د مزاج کنټرول لپاره ډیزاین شوي او مسلسل کار نه کوي، مګر یوازې کله چې اړتیا وي. برسېره پردې، د نوي چیپونو د جوړولو په وخت کې د ډېرو ناروغانو او خلکو د دماغو فاعلیت په هر حالت کې څېړل شوی دی او د هرې ستونزې لپاره خپل خپل کنټرولي سیستم په نوموړي امپلانټ کې ځای پر ځای شوی دی، چې د اړتیا سره سم لومړی دغه چیپ د دماغو فعالیت څېړي او بیا د غوښتنې سره سم فعالیږي.
کاپوهان په ډاګه کوي، چې د دوی دغه نوی نوښت به د ټولو هغه سختو رواني ناروغانو سره مرسته وکړي، چې دمل پرې تاثیر نه کوي.
وروستي