د شکر ناروغۍ په وړاندې واکسین جوړ شوی دی

له بده مرغه، په نړۍ کې تر اوسه هم ډیرې داسې ناروغۍ شته، چې په بشپړه توګه یې درملنه نه کیږي. ناروغان په کلونو کلونو مجبور وي، چې د ځان او ژوند د ژغورلو لپاره دواګانې په پرله پسې ډول وخوري. د دغو ناروغانو یوزینۍ هیله دا ده، چې یوه ورځ به له خیره کارپوهان یو داسې نوی میتود جوړ او کشف کړي، چې د دغه درملو نه به نور خلاص شي.
په دې وروستیو کې د فنلینډ Vactech نومي شرکت کارپوهانو یو داسې واکسین جوړ کړی دی، چې د لوړمړي ډول ډیابت ناروغۍ د پراختیا مخه نیسي.
دغه واکسین ورسته له هغه څېړنو چې د ۱۹۹۴ لمریز کال نه تر ننه پورې د نوموړي هېواد د څلورو سترو ښارونو په پوهنتونونو کې ترسره شوې دي، جوړ شوی دی. د دغو څېړنو په لړ کې، ساینس پوهانو د ماشومانو د خطر هغه عوامل پیژندلي او موندلي دي، چې د شکر ناروغي منځ ته راولي. یا په بله ژبه، څېړونکي په دې بریالي شوي دي، چې د ماشومانو هغه عوامل، چې په راتلونکي کې کیدای شي د شکر ناروغي رامنځ ته کړي، موندلي دي.
کارپوهان په ډاګه کوي، چې تر اوسه یې دغه واکسین په موږکانو ازمویلی دی او ښه نتیجه یې ورکړې ده او په دې لنډ راتلونکي کې به یې په ناروغانو هم ازموینه پیل شي. که د دغه نوي واکسین اغیزمنتوب ثابت شي، نو نومړی شرکت به د هغې د پلورلو لپاره جواز ترلاسه کړي او په دې ډول به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.
په پای کې به دا هم ورزیات کړم، که دغه واکسین جوړ شي، نو ډېر راتلونکي په شکر اخته کیدونکي ناروغان به له دغې ناروغۍ نه وژغورل شي.