هغه ژونکې چې ایډز به له منځه وړي

مخکې له دې چې اصلي موضوع ته راشم، اړینه مې وبلله چې لږ څه د نوموړې ناروغۍ په هکله تاسې ته مالومات درکړم.
HIV (human immunodeficiency virus)   دا یوه ویروسي ناروغي ده، چې په پایله کې یې ایډز(AIDS) منځته راځي. ایډز(acquired immune deficiency syndrome) یو داسې حالت دی، چې د انسان دفاعي سیستم په بشپړه توګه له منځه ځي. یا په بله ژبه، دغه ویروس د انسان معافیت له منځه وړي او د انسان دفعاعي سیستم د نورو میکروبونو په وړاندې مقاومت نه لري.
په دغه نوي نوښت د هارورډ پوهنتون، سکریپس څېړنیز مرکز د ماساچوست ټکنالوژي موسسې کارپوهانو له خوا کار او څېړنې روانې وې. په دې ورستیو کې کارپوهان په دې بریالي شوي دي، چې د ایډز(HIV) ناروغۍ پروړاندې داسې انتيباډۍ (هغه مواد چې په وينه كې وي او د يرغل كوونكو ميكروبونو او پردو موادو سره مقابله كوي)جوړې ګړي، چې د نومړې ناروغۍ ۹۹ سلنه ویروس به له منځه وړي او همدا ډول په ناروغۍ د اخته کیدلو مخه هم نیسي.
دغه انتیباډۍ د نوموړې ناروغۍ ویروس په دریو مهمو برخو برید کوي، چې پایله کې یې د ویروس هغه ځواک چې د انسان د دفاعي سیستم په وړاندې یې لري له منځه ځي. یا په بله ژبه، دغه دفاعي مواد د ویروس هغه زغردې له منځه وړي، چې د انسان د معافیت په وړاندې یې لري. کارپوهان په ډاګه کوي، چې موږ خپل دغه مواد په حیواناتو ازمویلي دي او ډېره ښه نتیجه یې ورکړې ده او په پلان کې ده چې په راتلونکې کال کې به انسانانو هم وازمویل شي.
د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا ملي ادارې او د سانففي درملو شرکت ساینس پوهانو هم د نوموړي نوي یتود د پرمختګ او ژر بازارته وړاندې کولو په برخهکې د مرستې لیوالتیا ښودلې ده.
په پای کې د یادولووړ ده، چې ‍د کارپوهانو دغه نوی نوښت د انسانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او ډېر په ناروغۍ اخته کسانو سره به مرسته وکړي او همدا ډول به د ناروغۍ د خپریدا مخه هم ونیسي.