NASA د ځمکې لپاره یو خطرناک ګواښ په ګوته کړ

د The Independent خپري اژانس په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ناسا کارپوهان په ډاګه کوي چې د سوپر اورغورځوونکو د بیا را ژوندي کیدل به د ځمکې لپاره د استیروید(اسماني وړوكى سياره، يو وړوكى ستورى ډوله جسم) په پرتله ډېر خطرناک وي.
پوهان زیاتوي، چې تراوسه پورې د ځمکې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ داسې خطرناک او ویده اورغورځونکي شته، چې په راویښیدو به یې ځمکې ته ډېر زیانونه ورسیږي. دوی زیاتوي، چې که دغه اورغورځونکي راویښ شي، نو په ځمکه کې به «اورغورځونکی ژمی» راشي، چې په پایله کې به یې په زرهاوو خلک مړه شي.
کارپوهان وايي، چې له دغې جملې نه تر ټولو خطرناک د «یلوستون» اورغورځونکی دی، کوم چې د امریکا په واومینګ ایالت کې موقعیت لري او د ۵۵ کیلومټرو نه تر ۷۲ کیلومټو په شاوخوا مساحت لري.