کله چې یوه مرغۍ د الوتکې سره ټکر خوري څه پیښیږي؟

په باولینګ کې سترایک(strike) تر ټولو غوره برید ګڼل کیږي. کله چې یوه مرغۍ د الوتکې سره ټکر خوري، نو د باولینګ سترایک ضربې په ډول وي. هو، د الوتکو او مرغیو دغه ستونزه نن نه ده راپیدا شوې، بلکه د الوتکو د جوړولو او الوتنو د لومړۍ ورځې راپیل ده. څه موده وړاندې د جاپان یوه الوتکه په بېړني ډول ناسته وکړه، ځکه چې د الوتنې په وخت کې یې د ماشین سره مارغه ټکر وکړ. که د داسې پیښو احسایوي برخې ته لاړ شو، نو د بیلګې په توګه په ۲۰۱۶ لمریز کال کې یوازې په انګلستان ۱۸۳۵ ځله د الوتکې سره د مرغیو ټکر راجستر او تایید شوی دی؛ په هرو ۱۰۰۰۰ زرو پروازونو کې اته ځله دا پیښه منځ ته راغلې ده.
د هوايي شرکتونو لپاره دا یوه جدي پېښه ده، هغه دا چې کله یوه مرغۍ د الوتکې سره ټکر شي، نو الوتکه باید بېرته په بېړني دول ناسته وکړي او په بشپړه توګه وکتل شي او ټولې الوتکې ته ورپېښې شوي خطرناکې ستونزې او زیانونه، کوم چې په راتلونکي کې د الوتکې د رالویدلو سبب ګرځیدلای شي، وارزول شي.
دا هم اوس جوته شوې، یوازې ۵ سلنه د الوتکې سره د مرغیو ټکر الوتکې ته خطرناک زیان رسولای شي، خو سره له دې بیا هم کله چې یوه داسې پیښه منځته راځي، نو الوتکه په بېړني توګه په نیږدې هوايي ډګر کې ناسته کوي، ټول مسافرین یې بلې الوتکې ته وړل کیږي او دغه اولوتکه د انجینرانو د څارنې لاندې نیول کیږي، چې دا ټول د هوایي ډګر په عملیاتو اغیزه کوي.
په هغه خبرپاڼه او څېړنه کې چې د The Conversation په  ژورنال کې خپره شوي ده راغلي دي، چې یوازې شمالي امریکا ته د دا ډول پېښو له کبله په کال کې ۵۰۰ میلونه ډالره زیان رسیږي. په دغه څېړنه کې دا هم راغلي دي، چې دا ډول پېښې ډېرې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې الوتکه یا الوتنه کوي او یا ناسته، دا ځکه چې مرغۍ ډېره لوړه الوتنه نه کوي، معمولا دا ۱۰۰ نه ۱۵۰ مترو په شوخوا وي.
معصرې الوتکې داسې جوړیږي، چې که یوه ۳،۵ کیلو مرغۍ د الوتکې سره ټکر هم وکړي کوم تاثیر نه کوي، خو بیا هم پیلوټان الوتکه ښکته کوي او کنټرولیږي. د مرغیو او الوتکې ټکر په بېلابېلو برخو کې کیدای شي. ماشین سره، د پیلوټ د کړکیو سره او داسې نور. د پیلوټانو کیړکي شیشې داسې جوړې شوي دي، چې څو پټونه لري او که یو یې د مرغیو سره په ټکر کې ماته هم شي نور یې کار کوي او کومه ستونزه منځ ته نه راولي.
مخنیوی او موندنه
د دې لپاره چې یوه داسې پېښه نه وي منځ ته راغلي او مرغۍ د یوه داسې برخه لیک نه په امن کې وي، په ډېرو هوايي ډګرونو کې د دې لپاره د ډول ډول تخنیکونو نه کار اخليستل کیږي. لکه د هوايي ډګر شاوخوا سیمه کې د مرغۍ ډارونکي حیواناتو د غږونو کارونه، د ډزو کول، چې لوړ غږ مرغۍ ویروي او سیمې ته نه نیږدې کیږي، د روښنایۍ پړکونه، روزل شوي بازان او بې پیلوټه الوتکې دا ټول هغه څه دي، چې په اوسني عصر کې د هوايي ډګرونو په سیمه کې ځنې کار اخیستل کیږي، خو سره د ټولو میکانیزمونو بیا هم داسې پیښې کیږي، چې له کبله یې کارپوهان په هڅه کې دي چې داسې یوه لاره جوړه کړي، چې په پایله کې به یې الوتکه له داسې پېښو نه په امن کې وي.