
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بېړنۍ غونډې راغوښتلو په ترڅ کې پر شمالي کوریا غږ کړی چې ژر تر ژره له پاروونکو کړنو لاس واخلي.
په یاده غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي دي چې د پیونګ یانګ د رژیم پر وړاندې باید جدي ګامونه پورته شي.
ملګري ملتونه وروسته له هغې یاده غونډه رابولي چې د شمالي کوریا یو بالستیک میزایل د جاپان له خاورې تېر شو او د پسفیک په سمندر کې ولګیده.
د شمالي کوریا ولسمشر ویلي دي چې لا نور توغندي به د پسفیک سمندر په لوري وتوغوي.