استرالیا وایي په افغانستان کې د خپل ماموریت د پراختیا په هکله له امریکا سره خبرې کوي

د استرالیا دولت وایي چې په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت په هکله به د امریکا له متحدو ایالاتو سره خبرې وکړي.
د استرالیا بهرنیو چارو وزیر جولي ویشب وایي چې که څه هم امریکا له دوی څخه رسما غوښتنه نه ده کړې خو په دې اړه جدي بحثونه روان دی.
استرالیا یادې څرګندونې د امریکا ولسمشر له خوا د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژۍ له اعلان څخه وروسته کوي کومه چې په جګړه پکې زیات ټینګار شوی دی.