
د امریکا او عراق دولتونو د داعش ډلې پر یوه مالي ملاتړ بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د خزانې وزارت وایي چې سالم مصطفی محمد المنصور یې د ترهګرو په نړیوال لست کې شامل کړی دی.
سرچینه وایي چې د فیصلې پر اساس د المنصور ټوله دارایي په امریکا کې کنګل شوې ده او امریکایان اجازه نه لري له نوموړي سره راکړه ورکړه تر سره کړي.
پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې سلګونه زره دینا په موصل کې داعش ته ورکړي دي او پیسې یې منیځلي دي چې ورسره یې د عراق او سوریې نفت هم خرڅ کړي دي.