آلمان کې د مهاجرو ماشومانو لادرکه کېدل کم شوي

ویل شوي، چې په آلمان هېواد کې د لادرکه شويو مهاجر ماشومانو او تنکي ځوانانو په شمير کې ښکاره بدلون راغلی دی.
د دغه هېواد د رسمي وړاندې کړل شويو ارقامو له مخې، د تيرکال په پرتله د لادرکه شويو مهاجرو شمير يو پر څلورمه را ټیټ شوې ده.
 
د المان يوې ورځپاڼې په تازه راپور کې راغلي، چې د هغو تنکيو ځوان مهاجرو شمير چې آلمان کې د لادرکه شويو په توګه ثبتيږي، د تيرکال په پرتله ډير ټیټ شوی دی.
 
د " نويه اوسنابروکر څايتونګ" په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې په دې هکله ليکلي دي، چې اوسمهال په آلمان کې ۶ زره او ۵۰۶ تنه ماشومان او تنکي ځوانان د لادرکه شويو په توګه ثبت شوي دي.
ویل شوي،چې دا هغه مهاجر دي چې د خپلو والدينو پرته آلمان ته راغلي دي.
 
دغه آلمانۍ ورځپاڼه د آلمان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د ادارې لخوا د ورکړل شويو ارقامو پر اساس زیاتوي چې سږکال د هغو تنکيو ځوانو مهاجرو شمير کوم چې د لادرکه شويو په توګه ثبت شوي دي، د تيرکال په پرته يو څلورمه برخه ټيټ شوی دی.