
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د یاد هیواد په ټکزاس ایالت کې له توپان ځپلو سره د هر راز مرستې ژمنه کړې ده.
یاد توپان څو زره تنه بې کوره کړي دي چې اوسمهال د بېړنیو مرستو په خیمو کې اوسیږي.
د هاروې په نوم توپان چې د جمعې په شپه د ټکزاس ایالت سواحلو ته ورسیده سمدلاسه وروسته د ۷۵ سانتي مترو په اندازه باران هم پیل شو چې خلکو ته یې ګڼ زیانونه واړول.