
په جاپان کې خبري سرچینو خبر ورکړی، چې شمالي کوریا نوي توغندي د چاپان په خاوره ازمویلی دی.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، دا توغندی د سې شنبې په سهار ځايي وخت له پیونګ یانک سره نږدې توغول شوی او د سهار شپږ بجې د جاپان په شمال کې د دغه هېواد له خاورې تېر شوی دی.
بل خوا سوېلي کوریا هم د شمالي کوریا د نوي توغندي د ازمویلو خبره کړې ده او وايي چې دا توغندی په سمندرګي کې غورځېدلی دی.
د سوېلي کوریا پوځ ويلي، دغه توغندی ۲۷۰۰ کیلومتره تللی دی او لوړوالی یې۵۵۰ کیلومترو ته رسېدلی دی.
د جاپان له خاورې د توغندي تېرېدلو پر مهال خلکو ته خبرداری ور کړل شو، چې ځمکتل ته ننوځي.
د جاپان اېن اېچ کې خبري اژانس وايي، دا توغندی هوا کې پر دریو برخو بېل شو او وروسته د اریمو کنډو ختیځ ته په ۱۱۸۰ کیلومترۍ واټن سره په هوکادیو کې سمندرګي ته وغورځېد.