د پاکستان صدراعظم ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي به ناکامه شي

د پاکستان صدارعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان لپاره، د امریکا نوې ستراتیژۍ بریالۍ نه بولي.
شاهد خاقان عباسي له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، چې موږ له لومړۍ ورځې په ښکاره ویلي و د افغانستان لپاره پوځي ستراتیژي اغېزمنه نه ‎ده او نه به وي.
هغه زیاتوي؛ په ‎دې اړه باید سیاسي توافق وشي.
عباسي د پاکستان د صدارعظم په توګه، درې اوونۍ وړاندې دنده پیل کړې ده. هغه تیره ورځ ویلي؛
"اسلام‎اباد په ګاونډي افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې جګړې ملاتړ کوي، خو اجازه به ورنه ‎کړي چې دا جګړه پاکستان ته وغځېږي. "
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوي ستراتیژي اعلان کړه چې جدي اقدامات په‎کې شامل دي.