د ایران یو وتلی مخالف سیاستوال ابراهیم یزدي ومړ

ابراهیم یزدي د ایران یو وتلی مخالف سیاستوال دی، نوموړی د ۸۶ کالو په عمر وفات شو.
ویل شوي، چې ابراهیم یزدي د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر و او له ایت‎الله خمیني سره‌ یې نېږدې اړیکې هم درلودې.
راپورنو کې راځي، چې یزدي له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ترکیې په ایزمیر ښار کې د ۸۶ کلنۍ په عمر وفات شو.
یزدي د پانقراس په سرطان اخته و، هغه د ایزمیر په ښار په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
ویل کېږي چې د هغه جنازه به ایران ته ولېږدول شي او په خپل پلرني ښار قزوین کې به خاورو ته وسپارل شي.
یزدي چې کلونه - کلونه‌ یې د امریکا په متحده ایالاتو کې په جلا وطنۍ کې تېر کړي او د ایران د شاه محمد رضا پهلوي د رژیم پر ضد یې مبارزه کوله، په ۱۹۷۱ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د هغه د مړیني خبر د ایران نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا پرون ورکړ.