
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن وایي چې د شمالي کوریا له خوا د لنډ واتن ویشتونکو دریو توغندیو ازموینه د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې تحریکوونکی عمل دی.
نوموړي زیاته کړې ده چې امریکا به یې پر وړاندې سوله ییز عمل وکړي چې په ترڅ کې به یې امریکا او متحدین یې د چین په ګډون پر شمالي کوریا سوله ییز فشارونه زیات کړي تر څو د یاده هیواد رژیم د مذاکرې میز ته راکش کړل شي.
شمالي کوریا د شبنې په ورځ د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو درې ازموینې تر سره کړې چې د جاپان سمندرګي پر لور یې وتوغول.