
د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوي ستراتیژي ګټوره نه ده.
نوموړي یادې خبرې له یوې خبري رسنۍ سره په مرکه کړي دي او زیاته کړې یې ده چې پاکستان په افغانستان کې پر سیاسي مصالحه ټینګار کوي او هلته نظامي ستراتیژي بې کاره ده.
نوموړي ویلي دي چې پاکستان ژمن دی په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او پرېنږدي تر څو د ترهګرۍ خطر پاکستان تهدید کړي.