چین: امریکا دې پاکستان خاورې ته درناوی ولري

چین بیا له امریکا غوښتې، چې د پاکستان ملي حاکمیت او د دغه هیواد مشروع غوښتنو ته دې درناوی وکړي.
دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندوی هوا چون اینګ وروسته له هغې کړې، چې د چين هېواد د دولتي شورا جګپوړي غړي یانګ جیه چي د امریکا له بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره په همدې اړه ټېلفوني خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیره ورځ وویلي، چې پیکینګ د افغانستان په اړه له امریکا سره د همکارۍ غوښتونکی دی خو د افغانستان په موضوع کې د پاکستان د مهم رول باید یو وار بیا یادونه وکړي.
ویاند زیاتوي چې د چین د دولتي شورا جګپوړي غړي یانګ جیه چي د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي.
دغه چینايي چارواکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن ته وویل چې د پاکستان مځکني حاکمیت او مشروع اندېښنو ته دې درناوی وشي.
بل خوا د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې نور د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه زغملی نه شي.
چین ظاهراً وېره لري چې امریکا به د پاکستان پر خاوره حملې وکړي او د سیمې ګټې به له خطر سره مخ شي.