له داعشیانو عراقي ځواکونو د تلعفر سیمه نیولې

په عراق کې عراقي ځواکونو تر شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د دغه هېواد د نینوا ولایت د تعلفر لرغونې سیمه نیولې ده.
هلته د عراقي ځواکونو قومندان تیره ورځ منلې و، چې عراقي ځواکونو د تلعفر ښار د تاریخي سیمې له نیولو وروسته بېلابېلو ځایونو کې داعشي جګړه کوونکي کلابند کړي دي.
بل خوا هلته د د تلعفر ښار له شماله هم د نښتو رپوټونه ور کړل شوي دي.
د تلعفر ښار یو د داعشي جګړه مارو له ستراتيژیکو اډو څخه وو.
د تلعفر د جګړې مشر یارالله وايلي، چې عراقي ځواکونه د نینوا ولایت په بېلابېلو برخو کې له داعشي جګړه مارو سره په جګړه کې اخته دي.
دغه قومندان ويلي، چې اوس یوازې د تعلفر ښار ۵سلنه برخه داعشي جګړو کوونکو سره ده.