
د امریکا پوځ وایي چې د شمالي کوریا پرونۍ د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه ناکامه وه.
سرچینه وایي چې شمالي کوریا پرون د دریو توغندیو ازموینه تر سره کړه چې یو یې له نامعلومې اندازې پورته کیدو وروسته ناکام شو او بل هم له پورته کیدو سره سم ټوټې ټوټې شو.
د امریکا پوځ په داسې حال کې یادې څرګندونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره کوي چې د جنوبي کوریا دولت ویلي وو چې د شمالي کوریا توغندیو ۲۵۰ کیلومتره مزل کړی و خو دا یې نه وو ویلي چې ناکام شول او که نه.