بارسلونا کې په لکونو خلکو د سولې په منظور جلوس وکړ

د هسپانیې په بارسلونا ښا کې د ۵لکو په شاوخوا کې کسانو د سولې جلوس کړی دی.
یاد جلوس چې له شور او ځوږ ډک و لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې موږ نه وېریږو ځکه موږ پوهیږو چې مینه پر کرکه بریالۍ ده.
یاد لوی لاریون وروسته له هغې تر سره چې د روانې میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نیټو په ترهګریزو بریدونو کې له سلو زیاتو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هسپانیې چارواکو خبر ورکړی و چې یاد جلوس تر شدیدې امنیتي څارنې لاندې تر سره شو.