
د امریکا پوځ وایي چې د دوی یوه پوځي چورلکه د یمن سمندري ساحل ته نېږدې لویدلې ده.
سرچینه زیاتوي چې نوموړې چورلکه د پوځي روزنې پر مهال غورځیدلې ده چې پکې له سپرو شپږو کسانو ۵ هغه یې ژغورل شوي دي او یو تن یې تری تم دی.
پېښه پرون ماښام د یمن له ساحل څخه شل میله لېرې د ماښام په ۷ بجو رامینځ ته شوه.
د ورک شوي کس د پیدا کولو لپاره عملیات په لاره اچول شوي.